انصار: (د وری29مه)، د جرمني صدراعظم اولاف شولز وايي، د چین له ولسمشر شي جینپینګ یې غوښتي چې پر روسیې فشار راوړي څو په اوکراین کې خپل «بې معنی» جګړه پای ته ورسوي.
اولاف شولز، پرون د چین پلازمېنې بېجینګ ته د خپل سفر په ترڅ کې د چین له ولسمشر سره خبرې کړي.
د جرمني صدراعظم د چین له ولسمشر شي جین پینګ غوښتي چې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین څخه وغواړي څو له اوکرایینه خپل ځواکونه وباسي او دغه ناوړه جګړه پای ته ورسوي.
چین د اوکراین په شخړه کې ځان بې طرفه بولي خو له دې چې پر اوکرایین د مسکو د یرغل له غندلو ډډه کوي له نیوکو سره مخ دی.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/31138
قرأ